كراچې 28 ستمبر (اے پي پي) اولس م??ر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې شمسي توان د ارزان توان ترلاسه كولو ذريعه ده٬ بايد په پاكستان كښې په ځائي كچه د سولر پېنل جوړولو لړې پېل شي٬ پاكستان د نړۍ پنځم لوي هېواد ??ے٬ مونږ ته به خپل بچي د نړيوالې تودوخې د خطرو په اړه خبرول وي٬ پاكستان په نړۍ د خېرات وركوونكو هېواد ?? لسټ په سر كښې دے۔ د خالي په ورځ په كراچې كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال اولس م??ر ووئيل چې په شمسي توان د لس زره كورونو روښانه كولو د اقدام هركلې كوو۔ دا د خېر كار دے۔ لوي څښتن دې چې چا له پراخه رزق وركوي٬ ??غه پكښې خېرات كوين او هم دا خېرات اصل ورثه ده۔ ده ووئيل چې په خېرات كولو كښې د كراچې ښار په پاكستان كښې سبقت لرونكې ښار دے او د كراچې خلق په ټولو سبقت لرونكي خلق جوړ شوي دي۔ ده ووئيل چې رياست خپلې ذمه وارې پوره نه كړې شوې ځكه د خليج زيات شو او په وجه ئې د اېدهي په شان خلق رامخې ته شول او د سېلاني پشان ټرسټ جوړ شول۔ اولس م??ر ووئيل چې پاكستان قوم يو حساس قوم دے او په دې كښې ډېره زياته جذبه ده۔ ده ووئيل چې شمسي توان د ارزان توان ترلاسه كولو ذريعه ده٬ بايد په پاكستان كښې په ځائي كچه د سولر پېنل جوړولو لړې پېل شي٬ پاكستان د نړۍ پنځم لوي هېواد ??ے٬ مونږ ته به خپل بچي د نړيوالې تودوخې د خطرو په اړه خبرول وي۔﴿
متعلقہ مضامین
-
Google launches ‘AI Mode’ in Pakistan to enable users to ask longer, complex questions
-
Bangladeshi envoy urges stronger trade, cultural ties with Pakistan
-
مالا ریوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ
-
پی جی الیکٹرانک کے ساتھ قابل اعتماد آن لائن بیٹنگ ویب سائٹس
-
Dr Atta leading UN body to ensure welfare through innovations
-
Kashmiri leader Amanullah Khan passes away at 82
-
7,092 villages to be electrified this year
-
Balochistan mourns Quetta tragedy
-
Even If I Am The Last Man Standing
-
Vocational skills should be commenced at NCPC
-
GW لاٹری آفیشل ویب سائٹ - سرکاری کھیل اور جیتنے کے مواقع
-
الیکٹرانک سٹی آفیشل گیم ویب سائٹ: نئی دنیا کی طرف ایک قدم