اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مونږ د بدلون مخالفت كوؤنكو وړاندې ولاړ يؤ٬ د كرپټ سسټم نه ګټه پورته كوؤنكي د الېكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم) مخالفت كوي٬ اي وي اېم به د پاكستان مسئلې حل كړي٬ راروان دوه كلونه حكومت لپاره ډېر مهم دي٬ مونږ له به خپل هدفونه ترلاسه كول وي ٬ ټول وزارتونه بايد سخته خواري وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د كاركردګۍ لوظنامو لاسليك كېدو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسین ، د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز او د وزيراعظم خاص مرستيال ارباب شهزاد په شمول نو?? خصوصي مرستيالان ٬ سلاحكاران ٬ د وفاقي څانګو سېكتران او نو?? اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په راروانو دوه كلونو كښې د خپل هدفونو ترلاسه كول زيات ضروري دي۔ د دې به مانټيرنګ هم كولې ??ي۔ راروان كال مونږ لپاره ډېر مهم دے۔ هغه ووئيل زه 10 كاله د كركټ لوبډلې كپتان پاتے شوے يم۔ د لوبغاړو تلل راتلل مې ليدلي دي۔ ټول عمري هغه ډله كاميابه وي كومه چې ه?? وخت خپل جاج اخلي۔ وزيراعظم ووئيل تعليم هم مونږ ته د خپلو صلاحيتونو جاج اخستل ښائي۔ وزیرعظم په وزارتونو زور راوړو چې ه??وي دې خپل ټاكلي هدفونه ترلاسه كړي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په اولني كال كښې سختو ستونزو سره مخ پاتے شو٬ دا تر ټولو سخت وخت ؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د هغه ټولو مافياز په ضد ولاړ يؤ كوم چې د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي۔ هغه ووئيل پخوا په هر يو الېكشن د ټګۍ تور لګېدلے ا?? ټاكنې متنازعه شوي۔ الېكټرانك ووټنګ مشين سره به د ټګۍ تورونه ختم ??ي۔ د كرپټ نظام نه چې څوك ګټه بورته كوي هغوي په هېواد كښې بدلون نه غواړي۔ دا د حكومت تر ټولو لويې دښمنان دي۔ هغه ووئيل وروستي دوه كاله زمونږ لپاره ډېر اهم دي۔ مونږ په اقتصادي ستونزو قابو موندلې او د كورونا وائرس وبا په صورتحال كښې مو سختې پرېكړې وكړې۔ د خپل اولس ژوند او معيشت مو بچ كړو۔ مونږ د ډېر سخت وخت نه وتلو سره دلته رارسېدلې يؤ نو ځكه مونږ له به سخته خواري كول وي دغسې چې خپل هدفونه ترلاسه كړؤ۔ وزيراعظم ووئيل د ??سم??لۍ ټول غړي پرمختيائي فنډز غواړي ٬ مونږ به د پرمختيائي فنډز په بنياد نه بلكې د حكومتي كاركردګۍ په بنياد راروان?? ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل اصل جنګ په پنجاب كښې دے۔ هغه ووئيل اولس به دا وويني چې 5 كاله پس مونږ كومه بهتري رامخې ته كړې او كومې نتيجې مرتب شوې۔ هغه ووئيل مونږ له به د خپلو هدفونو ترلاسه كولو پلو پام ګرځول وي۔ وزیراعظم خصوصي مرستيال ارباب شهزاد ته د كاركردګۍ جاج اختسلو په نظام مباركي وركړه
متعلقہ مضامین
-
PM urges greater support for flood victims nationwide
-
Pakistani airlines likely to resume direct flights to UK soon
-
فارچیون ریبٹ آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ
-
Woman dies after being forced to drink acid by in-laws in Gujrat
-
SKMCH&RC; launches Zakat Collection Campaign for 2016
-
Torkham gate titled as Bab-i-Pakistan
-
India trying to separate Balochistan from Pakistan: Musharraf
-
Google officially launches YouTube Pakistan
-
State-of-the-art institute for Kidney and Liver patients to be set up
-
PT آن لائن تفریح کی سرکاری ویب سائٹ: بہترین گیمنگ پلیٹ فارم
-
گولڈن جیم انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک
-
مسالیدار ایوارڈز کا آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک اور تفصیلات