اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د فر??نس سفير ډاكټر مارك بارټي او پریمیر کاؤسیلر یوس مانوِل د سمندري چارو وفاقي وزير علي زېدي سره د هغه په دفتر كښې ملاقات ??ړے۔ ده د پاكستان په سباؤن د باور څرګندونې كولو سره ووئيل د حكومت اصلاحاتي ګامونو په نتيجه كښې هېواد ته په نړيواله كاروباري درجه بندۍ او فهرستونو كښې غوره مقام ترلاسه شوې۔ موجوده حكومت سره كاروباري چاپېرچل زيات ??ياوړې شوې ۔ فر??نسیسی سفیر ووئيل پاكستان او اولس ستر صلاحيتونه لري او فر??نس د دې صلاحيتونو څخه ګټه پورته كولو له پاكستان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل نوموړې فر??نسیسی جهاز رانی او لاجسټک کمپنۍ او د رینالټ او پیوټ په ډول آټو او هول سېل کمپنۍ د پاكستان په ماركيټ كښې خوښي لري۔ پلاوي د حكومت د اصلاحاتي ګامونو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير علي زېدي د بندر ځايونو او په خاص توګه د كراچۍ پرمختګ له د وزارت لخوا په روانو منصوبو پېشرفت څخه پلاوې خبر ??ړو۔ ده ووئيل موجوده حكومت ته خالي خزانه پاتې شوې وه دغسې د معيشت حالت هم ډېر ناوړه ؤ ولې په وخت او د سمو هڅو او ګامونو په نتيجه كښې په معاشي كچه غوره بدلونونونه رامخې ته شوي ۔ وفاقی وزیر د کراچی بی آر ټی منصوبې ي??ه برخه كښې د زیرو ایمیشن ریډ لائن بس سروس په پېل كولو كښې د فر??نس د كردار ستائنه وكړه۔ دا منصوبه به كال 2020ء كښې ترسره شي۔ فر??نس اسلام آباد او لاهور د خپلې سېلګرۍ كېټېګري كښې شامل كړې او په دې فهرست كښې د كراچۍ ??و ګلګت لمبر دغې پسې دے۔ ملاقات ??ښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت او سرمايه كارۍ موقعو لټولو له سوداګرو او كمپنيو سره د لوړې كچې غونډو په كولو هم صلا راغله
متعلقہ مضامین
-
Rights groups sue German ministers over deportation of Afghans from Pakistan
-
Sindh CM inaugurates Pakistan Literature Festival
-
BZU earns global recognition in QS World Ranking 2025
-
Pakistan’s total liquid foreign reserves stand at $ 15.58 billion
-
Defence minister warns of ‘all-out war’
-
Explosion at peace committee office kills 9 in South Waziristan
-
Captain's Bounty سرکاری تفریحی لنک
-
Bacha Khan University reopens after DPO’s clearance
-
LHC issues notices to Punjab govt, AGP in child labour case
-
Brexit: No immediate economic impact on Pakistan: FO
-
Khattak himself exposed all lies and fake promises of PTI
-
Hula Entertainment Rasmi Dakhila